هرات ولایت کې د پاکستان لاس پر موټرو بندیز ولګېد

روهي( دوه نۍ/۳۰ د مرغومي )، هرات ولایت مقام د رسنیو د دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د هرات ولایت د موټرو پلورونکو ټولنې د بي اسناده او پاکستان لاس موټرونوپرتګ راتګ د بنډیز په اړه د نظامي شورا طرحې څخه ملاتړ وکړ.

یوشمیر موټرپلورونکو د هرات والي عبدالقیوم رحیمي سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د قانون پلي کیدو پلوي دي او باید چې پرټولو یوشأن عملي شي.
 
دغه موټرپلورونکو دغه راز د قانون عملي کیدو ، ښارکې د نظم ،امنیت ټینګښت او پاکستان لاس موټرونو مخنیوي په اړه د هرات ولایت د سیمه يېزو مسؤولینوهڅې وستایلې.