عراق کې د حکومت ضد لاریونونه  زیات شوي

روهي( دوه نۍ/۳۰ د مرغومي )،  د عراقي حکومت د سمون برنامې ورو پرمختګ د ناهیلو شوو ځوانانو لاریونونه ګړندي کړي، چې ټایرونه یې سوځولي او ګواښ یې کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

د ډان ورځپا ڼې د خپاره شوي راپور له مخې، دا لاریونونه د تیرکال په اکتوبر کې د حکومتدارۍ د سموالي د غوښتنې سره پیل شوي وو، خو د متحده ایالاتو او ایران ترمینځ د روانو کړکیچونو له امله، د پام وړ کم شوی وو.

لاریون کونکي ویره لري چې ممکن عراق په سیاسي فشارونو کې راګیر شي، نو تیره دوشنبه حکومت ته یوه اونۍ وخت ورکړل شو ترڅو د اصلاحاتو ژمنې پرمختګ وکړي.