روسیه کې په یوه ویره لرونکې پېښه کې، د ۲۰۸ مسافرو وړونکې الوتکې انجن چاودېدلی دی

روهي( دوه نۍ/۳۰ د مرغومي )، په روسیه کې یوه لویه پیښه وشوه، چیرې چې د ۲۰۸مسافر وړونکې الوتکې انجن ناڅاپه وچاودید. د جزئیاتو له مخې، مسافر وړونکې الوتکه د روسیې له نووسیبیرکس ښار څخه ویتنام ته روانه وه.

 
د الوتکې انجن له هوایی ډګر څخه الوتنې دمخه وچاودید، خو تردې دمه ه د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.د یوې بهرني خبري اژانس په وینا، په الوتکه کې د ۲۰۸  تنو سپرلۍ سره سپره وه.

یادې الوتکه کې ۲۷ تنه ماشومان هم وو.