روهي( دوه نۍ/۳۰ د مرغومي )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي پولیسو د کابل ښار د پنځمې او شپږمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې څلور تنه د غلاوو، شکونې، لارنیونو او د غیرقانوني موټر ګرځونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه یو کس د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند کوټه سنګي سیمه کې د چپاولګرۍ په تړاو باالفعل نیول شوي.
همدا ډول د شپږمې امنیتي حوزې منسوبینو یو کس چې د چپاولګرۍ او لارنیونو په بېلابېلو قضیو او بل کس چې د کورونو په لوټ او غلا کې یې لاس درلود؛ نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې پولیسو یو کس چې بې پلېټه موټر یې په ښار کې ګرځولو او د عامه خدماتو د موظفینو په وړاندې یې زورواکي ښودلې وه؛ نیولی دی.
وروستي