د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره وکتل

روهي( دوه نۍ/۳۰ د مرغومي )، د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي تدامیچي یوماموتو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې د بهیر پر اړوندو جریاناتو بحث وشو. دواړو لورو د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو پر غوښتنو په ځانګړي ډول پر اوربند ټینګار وکړ.

دواړو خواوو په اوربند ټینګار وکړ او دایې د سولې لپاره لومړنی ګام یاد کړ.