 
        	    
                    
                                    
                    روهي( یوه نۍ/۲۹ د مرغومي )، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي ادارې (اوچا) ویلي چې په تېر ۲۰۱۹ م کال کې د کورنیو تاوتریخوالو او طبعي پېښو له امله شاوخوا ۴۳۷ زره کسان د خپلوکورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. 
اوچا له لوري په تازه خپاره شوي بیان کې دغه ډول ویل شوي چې په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر تر بل هر وخت ډېر شوی او بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا ده.
 بې وزلي هم یو له هغو عواملو څخه ده چې د یادو بې ځایه شویو کسانو شمېر یې د تېرو کلونو په پرتله ډېره کړې دی. اوچا وایي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۲۴۵ زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي وو چې ۸۴ زره یې یوازې د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي وو. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								