فضل الرحمن: افغان جګړې ته ځوانان د مدرسو کار نه بلکې د پاکستان استخباراتو کار دی

راپور: محمد مبین هڅاند  روهي( یوه نۍ/۲۹ د مرغومي)، په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، پښتانه ځوانان افغان جګړې ته د غرب په غوښتنه هڅول کېدل او لېږل کېدل.
 
 نوموړي ویلي، وسله والو فعالیتونو ته د پښتنو ځوانانو هڅوونه د مدرسو کار نه؛ بلکې د پاکستاني استخباراتو کار و او د همدوی  ورته وسلې ورکولې څو افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شي. 

هغه زیاته کړې دا هغه حقیقت دی چې تاریخ به یې ثابت کړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوې ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.