کابل کې پنځه تنه د غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

روهي( یوه نۍ/۲۹ د مرغومي )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چېې پولیسو کابل ښار کې د څلو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د غلا، چپاولګرۍ او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

د کابل ښار د دویمې او شپاړلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې درې تنه د غلا او چپاولګرۍ په تړاو نیول شوي. یادو کسانو د غلا، شکونې او چپاولګرۍ قضیو کې نقش درلود، چې د پولیسو لخوا د جرم د ترسره کولو پر مهال تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

همدا ډول د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.
د کابل پولیس له خلکو مننه کوي چې د مجرمینو په نیولو کې همکاري کوي.