اسرائيلو مصر ته د ۱۵ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت د ګاز لېږد پيل کړ

روهي (نۍ/۲۸ د مرغومي)، د اسرائيلو او مصر ترمنځ د ۱۵ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت د طعبيي ګاز تړون نن پيل شو. 

د مصر او اسرائيلو ترمنځ د طعبيي ګاز تړون په ۲۰۱۸ز کال لاسليک شوی چې تر لسو کالونو لپاره به اسرائيل مصر طعبيي ګاز صادروي. 

مصر به هره ورځ ۲۰۰ مېلېونه معکب فټ ګاز له اسرائيلو تر لاسه کوي. اسرائيلو او مصر په تېر کې سره کړکېچن وضعيت درلود خو اوس يې سوداګري سره پراخه کړې ده.