ټرمپ هند ته ځي؛ د واشنګټن او نوي ډيلي ترمنځ به اقتصادي تړون لاسليک کړي 

روهي (نۍ/۲۸ د مرغومي)، وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي دي چې راتلونکو اوونيو کې به ولسمشر دونالډ ټرمپ په يو رسمي سفر پلازمېنې نوي ډيلي ته لاړ شي. 

دغه سفر کې به ولسمشر ټرمپ له لومړي وزير نرېندرا مودي سره وګوري، د هند او امريکا ترمنځ به د دوه اړخيز سوداګريز تړون لاسليک کړي. 

هندوستان او امريکا له وړاندې سره نيږدې سياسي او اقتصادي  اړيکې لري. د امريکا او هندوستان اقتصادي اړيکې د چين او پاکستان پر اړيکو تر يو بريده منفي اغيز لرونکې دي.