روهي (نۍ/۲۸ د مرغومي)، د کیمیا علیزاده په نوم د تکواندو برخه کې ايرانۍ لوبغاړه د ايران پر واکمنو نيوکه کوي چې سپورټ يې سياسي کړی دی او له دې هم د پروپاګندا د وسلې په توګه کار اخلي.
کیمیا علیزاده مېډالېسټه ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د برونزو مډال يې هم تر لاسه کړی وو. نوموړې پر انسټاګرام لیکلي دي چې له ايران تللې او په اروپا کې مېشته شوې ده.
۲۱ کلنۍ کیمیا علیزاده ويلي دي چې زه چا اروپا ته دعوت کړې نه يم، خو د ايران بې انصافه، منافق او دروغجنې ادارې مې منډه راکړې ده.
نوموړې پر انسټاګرام ليکلي، "زه په ايران کې د مېلېونه ظلم لاندې ميرمنو له ډلې يم. د ايران حکومت له کلنو له دغه ميرمنو سياسي ګټه اخلي او جبر پرې کوي."
وروستي