روهي(نۍ/۲۸ د مرغومی)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره په یوه کتنې وروسته ویلي تهران نوره جگړه او وینه تویدنه نه غواړي. واشنگټن په یو بل نوي اقدام کې تیره ورځ جنرال حسن شاهوارپور، په ماهشهر ښار کې د اعتراض کوونکو د ځپلو په وجه په تور لست کې شامل کړ.
شاه محمود قریشي چې په تیره یوه اونۍ کې ایران او واشنگټن ته سفرونه درلودل د جمعې په (جنورۍ ١٧) یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره وکتل. عراق په الاسد پوځي اډه کې پر امریکایي ځواکونو باندې د ایران له برید وروسته واشنگټن آیت علي خامنه یي ته نژدې په اتو ایراني چارواکو او ١٧ شرکتونو باندې نوي او نور بندیزونه ولگول.
ښاغلی قریشي چې هیواد یې د سعودي عربستان سره نږدې اړیکې لري، وویل چې ایراني مشران هم د خپلو عربي گاونډیانو سره د تاوتریخوالي کمولو ته لیواله دي او ویلي یې دي چې په "هره کچه او هر قالب کې د تعادل" رامنځ ته کولو ته تیار دي.
وروستي