د پولیسو یو قومندان او دده ۱۶ کسان وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي

روهي(نۍ/۲۸ د مرغومی)، د افغانستان په سوېلي زابل ولایت کې یوې سرچینې  ویلي، چې په دې ولایت کې د پولیسو یو قومندان او دده ۱۶ کسان وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.
بلخوا طالبانو ادعا کړې چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی.
د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان تاییدوي چې دغه پولیس د ارغنداب په مرکز کې له ۳۰ میله وسلو او درېیو نظامي ګاډو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. ورته مهال طالبانو ادعا کړې چې د ارغنداب د ولسوالۍ نوی مرکز یې هم ولکه کړی دی چې وروستیو کې دغه ځای ته لېږدول شوی وو. بلخوا امنیتي چارواکي وايي، چې ددې ولسوالۍ مرکز ته کومکي ځواکونه استول شوي دي او اوسمهال سیمه د امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده.