ټرمپ د ايران مشرانو ته: خبرو سره مو پوره پام کوئ 

روهي (نۍ/۲۸ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ايران مشرانو  ته خبرداری ورکړی دی، چې د امريکا او لوېدېځې نړۍ په اړه دې له خپلو خبرو سره پام کوي. 

ټرةپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي، چې پرون د جمعې لمانځه پر مهال د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ای، د امريکا پر سیاست نيوکې کړې. 

خامنه ای په خپلو خبرو کې ويلي چې د انګلستان په شمول المان او ځيني نور اروپايي هېوادونه د امريکا غلامان دي. دا په تېرو اته کالونو کې لومړی ځل وو چې د ايران ستر مذهبي مشر د جمعې لمونځ په جماعت خلکو ته وکړ. 

ټرمپ ويلي دي چې د دوی په اصطلاح د ايران ستر مذهبي مشر چې اوس يې ستروالی څه هم پاتې نه دی، اقتصاد يې خراب او خلک يې په ستونزو کې دي، بايد د امريکا او اروپايي ټولنې په اړه خبرو کې پوره پاملرنه وکړي.