عبدالسلام رحیمي: افغانستان خلک یوازې تاوتریخوالی کمېدل نه غواړي، بلکې اوربند غواړي

روهي( نۍ/۲۸ د مرغومي )، د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستېتیوت (AISS) د تازه څېړنې د پایلو اعلانولو په ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک یوازې تاوتریخوالی کمېدل نه غواړي، بلکې اوربند غواړي.

 رحیمي وویل چې د اوسني نظام پایښت او پاتې کېدل د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده.
ده د سولې د خبرو په اړه وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت خبرې کوونکې ډله چمتو ده.

همدا ډول رحیمي د ملي اجماع د رامنځته کېدو او پیاوړتیا په برخه کې د وزارت فعالیت ته په اشارې سره وویل چې دا وزارت د ولایتونو او ولسوالیو په کچه کار کوي. ده زیاته کړه چې وزارت د سولې په اړه د ملي خبرو د پیلولو هڅه کوي، تر څو د نظرونو د اخیستو لپاره د خلکو له بېلابېلو پاړکو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره دایمي اړیکه ټینګه شي. ښاغلي رحیمي د سولې په بهیر کې د ښځو پر مهم رول ټينګار وکړ.

ده د پاکستان د رول اهمیت یاد کړ او ویې ویل چې دولت په قطر کې د خبرو اترو پر جریان خبر دی او هلته کوم ځانګړی پرمختګ نه لیدل کېږي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستېتیوت (AISS) نوې څېړنه «د جګړې د سیاسي حل او له طالبانو سره تر پخلاینې وروسته د سیاسي نظم په اړه د افغانستان د خلکو نظرونه) په نامه وه چې نن د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۲۶مه وړاندې شوه.