ټرمپ خامنه يي ته خپلو خبرو ته فکر کوه

روهي( نۍ۲۸ د مرغومي )، ټرمپ ایران ته د نورو بندیزونو او فشارونو خبرداری ورکړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایراني مشرانو ته خبرداری ورکړی چې خپلو خبرو ته فکر وکړئ کنه له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

 د ټرمپ په وینا د ایران اقتصاد دنابودۍ په حال کې دی، خو ایراني مشران یې د ولس پروا نه ساتي یوازې غیر قانوني اقدامات ترسره کوي.

 نوموړي د ایران پر مذهبي مشر آیت الله خامنه يي هم غږ کړی چې خپلو خبرو ته فکر کوي. د ټرمپ په وینا خامنه يي د امریکا او اروپا په اړه غیر مسوولانه څرګندونې کړې دي او له دې وروسته باید خپلو خبرو ته متوجه وي.