افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د نړیوال جام پیل په بریا سره وکړ

 
افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې وکولی شول چې نن د نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړی او د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړي.
په پیل کې د لوبې پچه د سویلي افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان توپ اچوونکو نن په زړه پورې توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې ډېرو منډو ترلاسه کولو ته پرېنښوده.
د لوبې په پیلېدو سره د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې تکړه توپ اچونکی فضل حق په پرله پسې ډول دوه ویکټې ترلاس کړې چې دغه کار ملي لوبډلې ته لا ډېر مرال ورکړ، چې ورپسې نوراحمد لکڼوال هم دوه ویکټې واخیستې او د شفیق الله غفاري توپ اچونې بیا سیاله لوبډله له سختې ورخطایي سره مخ کړه.
شفیق الله غفاري په نننۍ لوبه کې ډېره په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه چې د سیالې لوبډلې شپږ ویکټې یې واخیستې.

د سویلي افریقا د لوبغاړو له منځه یوازې برایس پارسون ۴۰ ډېرې او کواټزي ۳۸ منډې وکړې چې په پایله کې یادې لوبډلې په ۲۹،۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې ترلاسه کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

ورپسې افغان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې په ۲۵ اورونو کې یې د سیالې لوبډلې هدف ترلاسه کړ او په دې سره یې د نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه.

د افغان توپوهونکو له منځ عمران میر ۵۷ ډېرې او ابراهیم ځدراڼ ۵۲ منډې وکړې او سیاله لوبډله یې له ماتې سره مخ کړه چې په پایله کې د غوره توپ اچونې له امله شفیق الله غفاري ته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

د یادولو ده چې افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به د روانې جنوري میاشتې په ۲۲مه نېټه خپله دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړي.