ایراني بریدونو کې ژوبل شوو امریکایي عسکرو علاج په کوېټ کې ترسره شوی و

روهي( نۍ/۲۸ د مرغومي )، متحده ایالاتو ویلي چې تیره اونۍ په عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو پر پوځي اډو د ایران توغندیو برید ۱۱ سرتیري ټپیان کړل.
 

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانی د بیان په وینا ، د جنوري په ۸، ایران په عراق کې د متحده ایالاتو پر پوځي اډو د توغندیو بریدونه وکړل، چې ۱۱ امریکایی عسکر یې ټپیان کړل ، خو هیڅ سرتیری پکې ونه وژل شو.
 
خبر پانې زیاته کړې چې ژوبل شوي عسکر کوېټ او جرمني ته د علاج کولو لپاره وړل شوي وو.
 
بله خوا ایران ادعا کړې وه چې د امریکا په نظامي اډو بریدونو کې یې ۸۰ کسان وژلي.