پوليسو هغه افغان نېولی چې خپله ۴۰ کلن او ۸ کلنه جينۍ يې ځان ته په زور نکاح کړې 

روهي (نۍ/۲۸ د مرغومي)، بغلان ولايتي اداره وايي چې پوليس يو ۴۰ کلن کس چې له يوې اته کلنه جيني سره يې په زور واده کړی او هغه يې په اجبار نکاح کولو ته اړه کړې نېولی دی. 

د بغلان د ښځو چارو رئيسه وايي چې نېول شوی کس فضل الدین نوميږي چې اته کلنه  جينۍ يې ځان ته په نکاح کړه. د ښځو چارو د رئيسې په وينا چې قضيه کې اصلي مسوول کس د جينۍ پلار دی چې تښتېدلی دی. 

د مسوولينو په وينا چې د قرباني جينۍ رواني وضعيت بد اغېزمن شوی دی او اوس د درملنې لپاره د امن کور ته لېږل شوې ده.