ولسمشر غني: د ځمکو غصب، د خلکو ځورول او د مسوولين بې کفايتي راته د زغم وړ نه دي 

روهي (نۍ/۲۸ د مرغومي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د زورواکو له خوا د دولتي او شخصي ځمکو غصب، د خلکو ځورول او د مسوولينو بې کفايتي د تحل او زغم وړ نه دي. 

ولسمشر غني د ځمکو د غصب په برخه کې کابل والي او ښاروال ته امر کړی چې د غصب کوونکو لېست ورته برابر، ياد کسان ممنوع الخروج اعلان او د قانون لاس ته يې وسپاري. 

نوموړي دغه څرکندونې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د ملي ناستې په نوم له خلکو سره په يوې راټولېدنې کې کړي دي.