د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه (جمعه)

الجزيره: عراق کې پر امريکايي اډو د ايران د توغنديو په بريد کې ۱۱ امريکايي پوځيان ټپيان شوي دي
 د جنوري مياشتې اتمې نېټې د ايران له خوا عراق کې د امريکا متحدو ايالتو پر پوځي آډو د توغنديو بريد کې ۱۱ امريکايي پوځيان ټپيان شوي دي. د  امريکا حکومت له بريد نېږدې لس ورځې وروسته د دغه خبر تائيد کړی دی. 

متحدو ايالتو د ايران د مزايلو له بريد لږ وروسته وويل چې په بريدونو کې امريکايي پوځيانو ته تلفات نه دي اوښتي خو اوس يې د ۱۱ سرتيرو د ټپي کېدوويلي دي. 

چارواکي وايي چې مزايل په يو شمېر ودانيو لګېدلي دي چې د مالي تلفاتو ترڅنګ ځاني تلفات هم لري. د امريکا پوځ په دې اړه نور ډېر مالومات نه  دي ورکړي. 

العربيه: عربي ټولنې ليبيا ته د ترکيي ځواکونو لېږل غندلي دي 
 د عربي ټولنې پارلمان چې مصر کې يې خپله کلنۍ ناسته کړې ليبيا ته د ترکيې پوځيانو له لېږد سره مخالفت ښوودلی او دغه کړنه يې غندلې ده. 

د عربی ټولنې پارلمان د يو اعلاميې په خپرولو سره ويلی دي چې د ترکيې هېواد ياده هڅه سيمه کې تاوتريخوالی زياتولی شي او د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی. 

ترکيې وروسته له هغې ليبيا ته د پوځيان لېږد منظور کړی چې د ليبيا اوسني حکومت يې رسمي غوښتنه وکړه او د ترکيې پارلمان هم  دغه طرحه تصويب کړه. 

وال سټريټ ژورنال: د اسټراليا اورلګېدنه به ناروغۍ رامنځ ته کړي 
 روغتيا او ساينس پوهان وايي چې د اسټراليا وروستۍ اورلګېدنه خطرناکه او تر شا يې نور ستونزې شتون لري. د ارولګېدنې د ظاهري زيانونه وراېخوا پر چاپيريال يې هم منفي اغېز کړی. 

د روغتيا پوهانو په وينا چې دغه اور لګېدنې په سيمه کې د يو شمېر ناروغيو لپاره لار پرانېستې ده. د دوی په وينا چې د اقليم تودخی هم د دغه اورلګېدنې سره تړلی دی چې د ځينو ناروغيو لامل به شي. 

که څه ويل شوي دي چې د اسټراليا اورلګېدنه نړيوال اغيز نه لري او يوازې به سيمه اغېزمنه کړي، خو اغېز يې پر انساني او حيواني ژوند او همدا ډول په لويه کې پر چاپيريال منفي او مضر دی. 

اسوشېيټېډ پرېس: جرمني کې د انسان د وجود د برخو د ورکړې قانون 
جرمني کې هر کال ۱۰۰۰ کسان په دې انتظار ژوند له لاسه ورکوي چې د وجود خرابې شوې برخې له نورو کسانو تر لاسه کړي. 

د نوي قانون اړوند په پيسو د وجود د غړو اخېستل بند کړای شوي او يوازې په هغه صورت کې يو کس بل کس ته د وجود برخه ورکول شي، چې په خپل رضايت او انساني همدردۍ سره دغه کار تر سره کړي. 

د جرمني پارلمان هغه وړانديز چې د دغه هېواد روغتيا وزارت ورته لېږلی وو رد کړی دی. په ياده طرحه کې ويل شوي وو چې څوګ د بند غړي بل کس ته ورکوي بايد په رسمي ډول سره ثبت شي.

 پارلمان يوه لايحه تصويب کړې ده چې له لارې يې خلک په دواطلب ډول او يوازې د انساني همدردۍ پر اساس د وجود غړي نور ته ورکولی شي. 

سکای نيوز: د موبايل چارجرونو  (chargers) په اړه د اروپايي ټولنې وړانديز 
د اروپايي ټولنې پارلمان له آپل شرکت غوښتي دي چې د خپلو ځيرکو موبايلونو او ټابلېټونه لپاره چارجرونه د سمسنګ په څېر جوړ کړي. 

د اروپايي ټولنې پارلمان د ټېنکالوژۍ له شرکتونو او په ځانګړي ډول آپل او سمسونګ غوښتي دي، چې خپلې برېښنايي آلې يو څېر کړي او په دې سره د مشتريانو ژوند اسانه کړي. 

د اروپا پارلمان اندېښنه ښوودلې چې هر کال د بريښنايي شرکتونو زاړه چارجرونه تر ۵۱ زره ټنه کثافت جوړوي چې پر چاپريال يې اغېز بد دی. 

د اروپا پارلمان د وړانديز په غبرګون کې آپل کمپني ويلي دي چې دا ډول فشارونه او غوښتنې به د ټېکنالوژۍ په برخه کې د نوښتونو پر وړاندې خنډ وي. 

اڼډېپنډټ: د آپل شرکت د ځيرک ساعت (smartwatch) ځانګړنې دلته ولولئ 
آپل کمپنۍ خپل لومړنی ځيرک ساعت په ۲۰۱۵ کال کې وړاندې کړ چې تر اوسه هم د ټېکنالوژۍ په مارکېټ کې واکمن دی. 

دغه ساعت په آلومینیوم، فولا، تیتانیوم او سرامیک بڼو کې وړاندې کيږي. آپل د خپل لومړنی ځيرک ساعت وروستۍ بڼه د تېر کال په سپټمبر کې بازار ته وړاندې کړه. 

د آپل دغه ځيرک ساعت يوه ځانګړنه دا ده چې هر کله مخ ته  مخامخ شي نو روښانه کيږي، اړتيا نشته چې د روښانولو لپاره يې کومه بټن ووهل شي. ياد ساعت کولی شي چې يوه ورځ چارج وساتي. 

آپل شرکت خپل دغه ساعت ته د Series 5 نوم ورکړی دی او له آيفون سره په اسانۍ نښلول کيږي. په خپله د موبايل د انټرنېټ او يا هم بل وای فای سره د آپل ځيرک ساعت په ښه ډول انټرنېټي کار کوي. 

په زړه پوري ځانګړنه يې دا ده چې که يو څوګ دغه ساعت په لاس ولري او ولويږي او نه شي کولی چې تر ۶۰ ثانيو پورته شي نو دغه ساعت په اتوماټيک ډول سره ايمرجنسي شمېرو ته زنګ وهي او د مرستې غوښتنه کوي. 

د آپل Series 5 ځيرک ساعت غوره د مهال وېش سېسټم، د لار لارښوود او نورې ځانګړنې لري. بيه يې تر څلور سوه امريکايي ډالرو رسيږي. 

د آپل Series 5 جوړښت: 
Screen size: 1.5in, 1.78in
Operating system: watchOS 5
Battery life: 1 to 2 days
Water-resistant? Yes
Works with: Apple iPhone

جيونيوز: پاکستانی لوبغاړی محمد حفيظ له نړيوال کرېکټ تقاعد کيږي 
پاکستاني لوبغاړي محمد حفيظ ويلي دي چې دغه کال د نړيوالو شل اوريزو لوبو وروسته  به له نړيوال کرېکټ تقاعد شي. 

محمد حفيظ اته دېرش کلن دی چې د پاکستان د مهم کرکېټ لوبغاړو شمېرل کيږي. دی په ۲۰۰۳ کال کې انګلستان ته له سفر وروسته د پاکستان پر رسمي کرکېټ ورګډ شو. 

دی په ۲۰۱۸ کال کې د ۵۵ ټېسټ لوبو وروسته د پاکستان د ټېسټ لوبو لېرې شو. حفېظ وايي چې د پاکستان لپاره لوبېدل ورته وياړ او افتخار دی.
 
ټايمز اف انډيا: د کوڅې نڅاګر؛ د هندي سېنما راتلونکی فلم 
 د کوڅې نڅاګر يا The Street Dancer د هندي بالېوډ سېنما نوی فلم دی چې د همدې مياشتې پر ۲۴ نېټه به نندارې ته وړاندې شي. 

د دغه فلم کيسه د پاکستاني او هندي نڅاګرو په اړه ده چې د ګډا يا نڅا په برخه کې سره سيالي کوي. ورون دھون، شردھا کپور، پربھو دیوا او نورا فتحي دغه فلم کې مرکزي رول لوبولی دی. 

د دغه فلم ځيني برخې د هندوستان په پنجاب او پاتې يې د انګلستان په لندن کې ډکې شوې دي. د کوڅې نڅاګر فلم ۱۴۹ دقيقې دی. 

هالي ووډ: پر (بدو هلکانو - Bad Boys) نوي مېلېونه امريکايي ډالر مصرف شوی 
 بد هلکان يا Bad Boys د امريکا هالي ووډ سېنما جنګي او کامېډي فلم دی چې نن په امريکا او يو شمېر نور هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شو. 

دغه فلم د Bad Boys اول او Bad Boys دويم په لړۍ کې دی، چې ۹۰ مېلېونه امريکايي ډالر خرڅ پرې شوي دی. دغه فلم دوه ساعته دی. 

مايک لووري مارکوس برنيټ دغه فلم کې مرکزي رول تر سره کړی دی. داستان يې داسې دی، چې په مایک لووري باندې د وژنې هڅې وروسته، هغه او مارکوس برنیټ پریکړه وکړه چې يو ځای کار وکړي او د مايک د وژنې پټ رازونه را پيدا کړي. 

کرېکټ: هند اسټراليا ماته کړه
د پنځوس اوريز  نړيوال سريز په ترڅ کې د هندوستان کرېکت ملي لوبډلې وکولی شول چې اسټراليا ته ماته ورکړي. 

د اسټراليا  ملي لوبډلې کېپتان (ارون پېنچ) د لوبې پچه وګټله او په خپله يې د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه وکړه. هندوستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره درې سوه څلوېښت منډې جوړې او د ۳۴۱ منډو هدف يې کېښود. 

د هندوستان لوبغاړو کې ويرات کوهلي، شکردهوان او کې اِل راهول په نېمه سليزو جوړولو بريالي شول. 

اسټراليا وانه شول کولی چې ټاکلی هدف ترلاسه؛ ټول لوبډلې يې د ۳۰۴ منډو په جوړولو لوبه وبايله.