کرېکټ: هند اسټراليا ماته کړه

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، د پنځوس اوريز  نړيوال سريز په ترڅ کې د هندوستان کرېکت ملي لوبډلې وکولی شول چې اسټراليا ته ماته ورکړي. 

د اسټراليا  ملي لوبډلې کېپتان (ارون پېنچ) د لوبې پچه وګټله او په خپله يې د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه وکړه. هندوستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره درې سوه څلوېښت منډې جوړې او د ۳۴۱ منډو هدف يې کېښود. 

د هندوستان لوبغاړو کې ويرات کوهلي، شکردهوان او کې اِل راهول په نېمه سليزو جوړولو بريالي شول. 

اسټراليا وانه شول کولی چې ټاکلی هدف ترلاسه؛ ټول لوبډلې يې د ۳۰۴ منډو په جوړولو لوبه وبايله.