پر (بدو هلکانو - Bad Boys) نوي مېلېونه امريکايي ډالر مصرف شوی 

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي) بد هلکان يا Bad Boys د امريکا هالي ووډ سېنما جنګي او کامېډي فلم دی چې نن په امريکا او يو شمېر نور هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شو. 

دغه فلم د Bad Boys اول او Bad Boys دويم په لړۍ کې دی، چې ۹۰ مېلېونه امريکايي ډالر خرڅ پرې شوي دی. دغه فلم دوه ساعته دی. 

مايک لووري مارکوس برنيټ دغه فلم کې مرکزي رول تر سره کړی دی. داستان يې داسې دی، چې په مایک لووري باندې د وژنې هڅې وروسته، هغه او مارکوس برنیټ پریکړه وکړه چې يو ځای کار وکړي او د مايک د وژنې پټ رازونه را پيدا کړي.