د کوڅې نڅاګر؛ د هندي سېنما راتلونکی فلم 

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، د کوڅې نڅاګر يا The Street Dancer د هندي بالېوډ سېنما نوی فلم دی چې د همدې مياشتې پر ۲۴ نېټه به نندارې ته وړاندې شي. 

د دغه فلم کيسه د پاکستاني او هندي نڅاګرو په اړه ده چې د ګډا يا نڅا په برخه کې سره سيالي کوي. ورون دھون، شردھا کپور، پربھو دیوا او نورا فتحي دغه فلم کې مرکزي رول لوبولی دی. 

د دغه فلم ځيني برخې د هندوستان په پنجاب او پاتې يې د انګلستان په لندن کې ډکې شوې دي. د کوڅې نڅاګر فلم ۱۴۹ دقيقې دی.