د آپل شرکت د ځيرک ساعت (smartwatch) ځانګړنې دلته ولولئ 

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، آپل کمپنۍ خپل لومړنی ځيرک ساعت په ۲۰۱۵ کال کې وړاندې کړ چې تر اوسه هم د ټېکنالوژۍ په مارکېټ کې واکمن دی. 

دغه ساعت په آلومینیوم، فولا، تیتانیوم او سرامیک بڼو کې وړاندې کيږي. آپل د خپل لومړنی ځيرک ساعت وروستۍ بڼه د تېر کال په سپټمبر کې بازار ته وړاندې کړه. 

د آپل دغه ځيرک ساعت يوه ځانګړنه دا ده چې هر کله مخ ته  مخامخ شي نو روښانه کيږي، اړتيا نشته چې د روښانولو لپاره يې کومه بټن ووهل شي. ياد ساعت کولی شي چې يوې بيا تر دوه  ورځو چارج وساتي. 

آپل شرکت خپل دغه ساعت ته د Series 5 نوم ورکړی دی او له آيفون سره په اسانۍ نښلول کيږي. په خپله د موبايل د انټرنېټ او يا هم بل وای فای سره د آپل ځيرک ساعت په ښه ډول انټرنېټي کار کوي. 

په زړه پوري ځانګړنه يې دا ده چې که يو څوګ دغه ساعت په لاس ولري او ولويږي او نه شي کولی چې تر ۶۰ ثانيو پورته شي نو دغه ساعت په اتوماټيک ډول سره ايمرجنسي شمېرو ته زنګ وهي او د مرستې غوښتنه کوي. 

د آپل Series 5 ځيرک ساعت غوره د مهال وېش سېسټم، د لار لارښوود او نورې ځانګړنې لري. بيه يې تر څلور سوه امريکايي ډالرو رسيږي. 

د آپل Series 5 جوړښت: 
Screen size: 1.5in, 1.78in
Operating system: watchOS 5
Battery life: 1 to 2 days
Water-resistant? Yes
Works with: Apple iPhone