د موبايل چارجرونو  (chargers) په اړه د اروپايي ټولنې وړانديز 

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، د اروپايي ټولنې پارلمان له آپل شرکت غوښتي دي چې د خپلو ځيرکو موبايلونو او ټابلېټونه لپاره چارجرونه د سمسنګ په څېر جوړ کړي. 

د اروپايي ټولنې پارلمان د ټېنکالوژۍ له شرکتونو او په ځانګړي ډول آپل او سمسونګ غوښتي دي، چې خپلې برېښنايي آلې يو څېر کړي او په دې سره د مشتريانو ژوند اسانه کړي. 

د اروپا پارلمان اندېښنه ښوودلې چې هر کال د بريښنايي شرکتونو زاړه چارجرونه تر ۵۱ زره ټنه کثافت جوړوي چې پر چاپريال يې اغېز بد دی. 
 


د اروپا پارلمان د وړانديز په غبرګون کې آپل کمپني ويلي دي چې دا ډول فشارونه او غوښتنې به د ټېکنالوژۍ په برخه کې د نوښتونو پر وړاندې خنډ وي.