جرمني کې د انسان د وجود د برخو د ورکړې قانون 

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، جرمني کې هر کال ۱۰۰۰ کسان په دې انتظار ژوند له لاسه ورکوي چې د وجود خرابې شوې برخې له نورو کسانو تر لاسه کړي. 

د نوي قانون اړوند په پيسو د وجود د غړو اخېستل بند کړای شوي او يوازې په هغه صورت کې يو کس بل کس ته د وجود برخه ورکول شي، چې په خپل رضايت او انساني همدردۍ سره دغه کار تر سره کړي. 

د جرمني پارلمان هغه وړانديز چې د دغه هېواد روغتيا وزارت ورته لېږلی وو رد کړی دی. په ياده طرحه کې ويل شوي وو چې څوګ د بند غړي بل کس ته ورکوي بايد په رسمي ډول سره ثبت شي.

 پارلمان يوه لايحه تصويب کړې ده چې له لارې يې خلک په دواطلب ډول او يوازې د انساني همدردۍ پر اساس د وجود غړي نور ته ورکولی شي.