د اسټراليا اورلګېدنه به ناروغۍ رامنځ ته کړي 

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، روغتيا او ساينس پوهان وايي چې د اسټراليا وروستۍ اورلګېدنه خطرناکه او تر شا يې نور ستونزې شتون لري. د ارولګېدنې د ظاهري زيانونه وراېخوا پر چاپيريال يې هم منفي اغېز کړی. 

د روغتيا پوهانو په وينا چې دغه اور لګېدنې په سيمه کې د يو شمېر ناروغيو لپاره لار پرانېستې ده. د دوی په وينا چې د اقليم تودخی هم د دغه اورلګېدنې سره تړلی دی چې د ځينو ناروغيو لامل به شي. 

که څه ويل شوي دي چې د اسټراليا اورلګېدنه نړيوال اغيز نه لري او يوازې به سيمه اغېزمنه کړي، خو اغېز يې پر انساني او حيواني ژوند او همدا ډول په لويه کې پر چاپيريال منفي او مضر دی.