عربي ټولنې ليبيا ته د ترکيي ځواکونو لېږل غندلي  

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، د عربي ټولنې پارلمان چې مصر کې يې خپله کلنۍ ناسته کړې ليبيا ته د ترکيې پوځيانو له لېږد سره مخالفت ښوودلی او دغه کړنه يې غندلې ده. 

د عربی ټولنې پارلمان د يو اعلاميې په خپرولو سره ويلی دي چې د ترکيې هېواد ياده هڅه سيمه کې تاوتريخوالی زياتولی شي او د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی. 

ترکيې وروسته له هغې ليبيا ته د پوځيان لېږد منظور کړی چې د ليبيا اوسني حکومت يې رسمي غوښتنه وکړه او د ترکيې پارلمان هم  دغه طرحه تصويب کړه.