عراق کې پر امريکايي اډو د ايران د توغنديو په بريد کې ۱۱ امريکايي پوځيان ټپيان شوي دي

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، د جنوري مياشتې اتمې نېټې د ايران له خوا عراق کې د امريکا متحدو ايالتو پر پوځي آډو د توغنديو بريد کې ۱۱ امريکايي پوځيان ټپيان شوي دي. د  امريکا حکومت له بريد نېږدې لس ورځې وروسته د دغه خبر تائيد کړی دی. 

متحدو ايالتو د ايران د مزايلو له بريد لږ وروسته وويل چې په بريدونو کې امريکايي پوځيانو ته تلفات نه دي اوښتي خو اوس يې د ۱۱ سرتيرو د ټپي کېدوويلي دي. 

چارواکي وايي چې مزايل په يو شمېر ودانيو لګېدلي دي چې د مالي تلفاتو ترڅنګ ځاني تلفات هم لري. د امريکا پوځ په دې اړه نور ډېر مالومات نه  دي ورکړي.