مولوي انصاري: د (امر بالمعروف و نهي عن المنکر) اداره د حکومت په چوکاټ کې جوړوم 

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، د مولوي حبيب الرحمن انصاري په نوم د هرات ولايت يو ديني عالم وايي چې د امر بالمعروف و نهي عن المنکر ادارې له جوړېدو يې موخه ځانته اداره او يا هم له دغه نظام او حکومت سرغړونه نه ده بلکې د همدې نظام سره په همغږۍ او چوکاټ کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر برخه کې فعاليت کوي. 

مولوي حبيب الرحمن انصاري چې هرات ولايت کې د ګازرګاه جامع جومات خطيب دی وايي چې دوی به د شرعي حدودو پر رڼا کې فعاليت کې او مجرمين به حکومت سپاري چې قانون پرې پلی شي. 

نوموړي تېره ورځ په هرات کې وروسته له هغې چې په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي د فعاليعت په اړه غبرګونونه راپورته شول رسنيزه ناسته راغوښتې وه او ويلي چې د شته نظام سره په څنګ کې کار کوي. 

له تېرو څو ورځو په هرات ولايت کې (د ښځو بې حجابي د نارينو د بي غيرتۍ پر اساس ده....) تر عنوانونو لاندې بورډونه او لوحې بندې شوې دي، چې د خلکو مخالف او ملاتړي غبرګونونه يې راپورته کړي دي.