فرهان زاخیل  وویل چې  سیالیو ته يې چمتوالی نیولی دی

روهي(پنځه نۍ/۲۶ د مرغومی)، افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لمړنۍ لوبه له کوربه هېواد جنوبي افریقا سره کوي.
دا د نړیوال جام لمړۍ لوبه هم ده. لوبه د جمعې په ورځ  د جنوبي افریقا د کمبېرلې په ښار کې کیږي او د کابل په وخت د غرمې په شاوخوا ۱۲:۰۰ پیلیږي.
دا لوبه په نړیوالو سپورتي چاینلونو هم ښودل کیږي.
د لوبډلې کپتان فرهان زاخیل هم داخبره وکړه او وویل چې دغو سیالیو ته يې چمتوالی نیولی دی. هغه وویل چې د دوی باولینګ تر بېټېنګ غښتلی دی. فرهان زاخیل په خپله اوپنر بېتسمین دی.
دواړو افغانستان او جنوبي افریقا خپلې وروستۍ تمریني لوبې ګټلې. افغانستان د سیالیو غښتلی ټیم انګلنډ ته ماتې ورکړه او جنوبي افریقا بیا په ډېرې اسانۍ سره له ناجریا لوبه وګټله.
د افغانستان د ۱۹ کلنو د لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي امریکا غږ ته وویل چې لوبډله یې پوره اماده ده او هیله یې وښوده چې په نړیوال جام کې به ښه وځلیږي.