دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د کیلو د ونو کرلو او کینولو په اړه څېړنې پیل شوي

روهي(پنځه نۍ/۲۶ د مرغومی)، د وزارت چارواکي وایي ​چې په روان کال کې په یو شمېر ولایتونو کې په امتحاني ډول د کیلو د بوټو او ونو کینول پیل کړي او معلومه شوې چې دا میوه په افغانستان کې ښه تولید کېدلی شي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي  وویل تر اوسه د کیلو د بوټو/ونو د کېنولو لړۍ په امتحاني ډول پر مخ ځي. د ختیځو ولایتونو په شمول، هلمند، هرات، بلخ او د تخار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دغو ونو/بوټو کېنول پیل شوي دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د کیلو د ونو کرلو او کینولو په اړه څېړنې پیل شوي ښاغلي رستمي زیاته کړه "څېړنې روانې دي چې وګورو د کیلو د ونو کېنول په نورو کومو ولایتونو کې نتیجه ورکولی شي. اوس د کرنې وزارت غواړي چې په کور دننه د کیلو تولید زیات شي او پر نورو هېوادونو یې تکیه کمه شي