محمد زبير شفيقي

 د افغانستان پياوړی ليکوال ، ژورنالېست ، شاعر او ډېر زيارکښه ژباړن محمد زبير شفيقي د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا د کال غوره ژباړن په توګه غوره شوی او ده ته د ژباړې په برخه کې د لويو خدمتونو له امله د ( ابو محمد هاشم سرواني ) د سروزرو مډال ورکول کيږي .لومړی خو بايد ووايو ، چې ابومحمد هاشم سرواني لومړنی ( معلوم ) پښتون ژباړن دی ، چې په درېيمه هجري پېړۍ کې يې له عربي څخه پښتو ته ژباړه کړې ، خودا چې ولې ښاغلي محمد زبير شفيقي ته د غوره ژباړن مډال ورکول کيږي تاسوته به د ده د ژوند ليک او آثارو له نوملړ څخه په لاندې کرښو کې څرګند شي :
محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت ګل زوى دى ، چې له نن څخه ۴۸ کاله پخوا د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په اله خېلو کې زيږېدلى. زده کړې يې دبمبايي په لېسه (ننى دحضرت عمر فاروق لېسه ) کې سرته ورسولې او په ١٣٥٦ لمريز کال فارغ شو، د همدې کال په کانکور ازموينه کې د کابل پولي تخنيک ته بريالى شو ، پر ١٣٥٧ لمريز کال د غويي له کودتا نه وروسته د پولي تخنيک په دوهم سمسترکې و ، چې هجرت ته اړ شو او پېښورته ولاړ . دهمدې کال په وروستيو کې دجهاد لپاره د پکتيا ولايت ته را غى اوبيا پر ١٣٥٨ لمريز کال له نورو مهاجرينو سره يو ځاى خپلې سيمې ((چک)) ولسوالى ته راغى ، په ١٣٦٣ لمر يز کال بېرته پېښور ته ولاړ او هلته يې په فرهنګي اوادبي هڅو لاس پورې کړ.
محمد زبير شفيقى په تيرو شلو کلونو کې له مختلفو فرهنګي اوکلتوري مرکزونو سره تړاو درلود ، د زياترو جهادي خپرونو ليکوال غړى او يا مسوول او په شفق مجله ، شهادت جريده ، اميد ، حريت ، منبع الجهاد او نورو ګڼو مجلو کې يې دليکنې پلاوي غړيتوب درلود . د پيام آزادۍ راډيو تلويزيون مرستيال او دپروګرامونو د تهيې مسوول و او نهه کاله يې په پېښور کې د سهار ملي ورځپاڼې مسوول مد ير په دنده تر سره کړې ، ور پسې په ميدان وردګو ولايت كې د راډيو تلويزيون سر پرست و، اوس مهال په کابل کې د ويسا ورځپاڼې مسوول مدير دي.
محمد زبير شفيقى دهجرت په چاپيريال کې په ګڼ شمېر ورکشاپونو ، علمي سيمينارونو اوکنفرانسونو کې برخه اخېستې ، له تهران راډيو سره يې دسياسى مبصر په حيث کار کړى او له مختلفو نړيوالو تلويزيونې او راډيويي چينلونو سره يې دهېواد پر سياسي ، ټولنيزو او يا ادبي موضوعاتو ګڼ شمېر ليکنې خپرې شوې دي .
محمد زبير شفيقي تر اوسه پورې تر دېرشو ټوكو زيات چاپ شوي آثار لري ، چې په هغو كې ليكلي او ژباړلي آثار شامل دي، له هغو څخه (دمرګ لارويان ) او ( نه هېرېږي وطن ) د نوموړي جهادي يا دښتونه، ( دتيارو په تل کې ) د لنډو کيسو ټولګه او د قلم څار او له تکبيره تر فرياده ادبي سياسي کالمونه يې ليکلي آثار دي او د ارواښاد نسيم حجازي ديارلس ټوکه تاريخي ناولونه يې ژباړلي اثار دي چې دهيواد په سطحه يې دروند هر کلى شوى دى ، نوموړى په همدومره شمېر نا چاپ آثار هم لري چې په هغو کې (( شهر ناپرسان )) او د اوښکو په ژبه يوه پوښتنه او نور د يادونې وړ دي. شفيقي نږدې يو كال د ميدان وردګو ولايت د راديو تلويزيون ادارې سرپرست ؤ او اوس له كابل نه خپريدونكې ويسا ورځپاڼې مسؤول مدير دى .
د محمد زبير شفيقي د چاپ او ناچاپو اثارو لست :
لومړى ـ ليكنې ( چاپ ) :
د جهاد زمزمې( لومړۍ شعري ټولګه)
د وينو پيغام ( دوهمه شعري ټولګه )
د تيارو په تل كې ( د لنډو كيسو ټولګه)
په چك او دايميردادو كې اسلامي پاڅون ( د سيمې د جهاد پښليك)
په .........كې ښوونه او روزنه ( د جهاد په بهير كې د ښوونې او روزنې بهير)
د ميدان ښار فتحه ( جهادي پيښليك)
د مرګ لارويان ( جهادي يونليك )
نه هيريږي وطن ( .....................)
د قلم څار ( د كالمونو لومړۍ ټولګه)
له تكبيره تر فرياده ( دوهمه ټولګه)
ميړونه _ ګړنګونه ( منځنی داستان، له پيښور نه خپريدونكې اميد مجله كې خپور شوى دى)
د پرديسۍ له مېنو د هيواد تر غيږې ( څو بيلابيل يونليكونه چې خواره واره چاپ شوي دي)
ناچاپ ( ليكنې ) :
1. د اوښكو په ژبه يوه پوښتنه ( تكلونه)
2. ښارناپرسان ( د كالمونو ټولګه)
3. د سهار په هنداره كې ( د سهار ورځپاڼې سرليكنو غورچاڼ)
4. نه هيريږي وطن ( دويم ټوك)
5. يا زه نه واى يا.....زه! ( د كالمونو ټولګه)
6. هيواد د سيمې د استخباراتي كړيو په لومو كې ( د سياسي ليكنو غورچاڼ)
7. كه زه حاكم واى! ( د كالمونو ټولګه چې خواره واره خپاره شوې دي)
8. وير او وياړ ( د شعرونو ټولګه چې خواره واره خپاره شوې دي)
9. زوړ بيوپاري ( د لنډو كيسو ټولګه)
10. شف شف نه شفتالو! (د كالمونو ټولګه)
11. د افسانوي سرانديب په لور (يونليك) تر چاپ لاندې
12. د تاريخي كاشغر يادونه (يونليك) تر چاپ لاندې
دوهم ـ ژباړې ( چاپ )
1. شاهين ، تاريخي ناول ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه)
2. د غازي داستان (................................
3. محمدبن قاسم (..................................
4. وروستۍ جګړه (..............................
5. وروستى مورچل (.................................
6. د تروږمۍ مساپر ( ....................................
7. د حجازكاروان (................................
8. انسان او ديوتا (................................
9. قيصر او كسرا ( په دوو ټوكونو كې............
10. كليسا او اور .............................
11. يوسف بن تاشفين ............
12. معظم علي ..................
13. توره ماته شوه .......................
14. د سيتارام يادښتونه ( يو تاريخي اثر)
15. ده روز در اسارت طالبان ( د انګريزۍ خبريالې ميرمن ريډلي يادښتونه )
16. د طالبانو افغانستان ( د نوماندې ژورناليستې كرستينا ليمب اثر)
17. جنګي كلا ( له اردو ژبې ژباړل شوى ناول دى ، چې د هيواد د وروستيو كلونو يو ادبي تصوير يې بللاى شو.)
18. د افغانستان تاريخ او خپرونې ( له محترم فدامحمد فايض سره ګډه ژباړه)
19. د افغانستان لڼده جغرافيه ( د غلام جيلاني عارض ليكنه )
20. د تنكيو ځوانانو لپاره قرآني كيسې ( د ارواښاد ابوالحسن علي ندوي اثر)
21. مات وزر او ژيړې پاڼې ( د جبران خليل جبران دوه ناولونه)
22. زه ولې مسلمان شوم؟ ( د نوماندو شخصيتونو د مسلمانيدو ارواپالې كيسې) په جهاد هنداره او بيلابيلو خپرونو كې خورې ورې خپرې شوې.
23. د نړۍ ستر جاسوسان ( له لارنس تر ماتاهري ) په سهار ورځپاڼه كې خورې ورې خپرې شوې ليكنې دي.
24. د اور پر كرښه (د جنرال پروېز مشرف ليكنه) تر چاپ لاندې.
ناچاپ ژباړې:
د عمر فاروق (رض) ستر جنرالان ( تاريخي اثر) او يو شمير نور خواره واره آثار....