بیوزلۍ او فقر دغه کورنۍ دې ته اړه کړه چې خپله ۴٥ ورځنۍ لور د ٥٠زرو افغانیو په بدل کې وپلوري

روهي(پنځه نۍ/۲۶ د مرغومی)،  څه موده مخکې  په بامیان ولایت کې خپله ۴٥ ورځنۍ لور د بیوزلۍ او فقر په وجه خرڅه کړې ، هغه کورنۍ چې دغه ماشومه یې اخیستې وه وایي دوی د یوې موافقې په اساس ددې ماشومې د درملنۍ په مقصد چې د زړه په سوري اخته ده او همداشان ددې کورنۍ د نورو ماشومانو سره همکارۍ په خاطر دغه ماشومه اخیستې وه. د بامیان ولایت د مقاماتو په وینا ددې ولایت شاوخوا ۶١ فیصده اوسیدونکي د بیوزلۍ او فقر د کچې لاندې ژوند کوي. دغه کورنۍ پنځه نور ماشومان هم لري، وایي هغوی ددې اقدام هرکلی کوي او د حکومت او مرستندویه ټولنو نه د مرستې هیله لري. بیوزلۍ او فقر دغه کورنۍ دې ته اړه کړه چې خپله ۴٥ ورځنۍ لور د ٥٠زرو افغانیو په بدل کې وپلوري، چې نور ماشومان یې ژوندي پاتې شي. د ماشومې مور او پلار موسی او رقیه د بامیان محلي ادارې دې موضوع ته یوه ځانگړې کمیټه وټاکله او  دغه ماشومه چې اوس نهه میاشتنۍ ده خپلې کورنۍ ته تسلیم کړای شوه.