زابل کې د برېښنا شرکت کارکونکي وژل شوي

روهي(پنځه نۍ/۲۶ د مرغومی)، د کندهار برېښنا شرکت رئيس امان الله فاروقي وويل چي د برېښنا شرکت کار کونکي په سيمه کي له کابل څخه کندهار ته د وارداتي برېښنايي شبکې د پايو د درولو په پروژه بوخت وو، چې نن  د سپرلۍ پر موټر د نن غرمه د زابل په شهرصفا ولسوالی سړک د غاړې ماين چاودنه کړې.
د شهرصفا ولسوالی ولسي مشر او د زابل د ولايتي شورا مخکني مرستيال حاجي هاشم ګراني اشنا راديو ته وويل چي د سيمي خلګ د برښنا شرکت سره همکاري لري او تر دې وړاندي هيڅ امنيتي ستونزه نه وه ورته پيدا شوې.
 
د ښاغلي فاروقي پر وینا په کي دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د شهرصفا ولسوالی امنيه قومندان څارمن خيروجان اشنا راديو ته وويل چي په پېښه کي ټول پنځه تنه وژل شوي چي پوليسو د کلات ښار ته انتقال کړي دي.