هند په خپلې یوې اعلامیې کې چین ته د کشمیر په مسله کې د لاس وهنې ګواښ کړی

روهي(پنځه نۍ/۲۶ د مرغومی)، د هند حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د کشمیر کشاله د پاکستان او هند مسئله ده او له چین یې غوښتي چې په دغه برخه کې دې لاس نه وهي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار خبریالانو ته وویل: "چین باید د کشمیر د کشالۍ په اړه نړیوالې اجماع ته پام وکړي او دغه کشاله دې تر ملګرو ملتونو نه رسوي. " په کشمیر کې وروسته له هغې تاوتریخوالي زور واخیست چې د هند حکومت د صدراعظم مودي د یو ځانګړي فرمان په اساس د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغو اعلان کړه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو له هند او پاکستان څخه غوښتي چې ټولې کشالې دې پخپلو کې د خبرو اترو له لارې حل کړي او په پولو باندې دې تاوتریخوالی کم کړي چین همداراز د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ددغې کشالې د حل لپاره د منځګړیتوب پیشنهاد هم کړی.