جنرال خوشحال سعادات له دندې ګوښه شو 

روهي (پنځه نۍ/۲۶  د مرغومي)، د رسنيو د راپورونو پر اساس د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سعادات له دندې ګوښه شوی دی. 

پژواک خبري آژانس د کورنيو چارو وزارت د يوې سرچينې د مالوماتو پر اساس ليکلي دي چې جنرال  صبور قانع د جنرال خوشحال سعادات ځای ناستی ټاکل شوی دی. 
جنرال صبور قانع
 

له دې وړاندې ويل کېدل چې جنرال حوشحال سعادات له دندې ګوښه او پر ځای يې جنرال ايوب سالنګی د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال ټاکل شوی دی.