هستوي او شيميايي د تمدن پيړۍ

ديوه نوي تحقيق له مخي پنځه اتيا سلنه په اوبو کي پټه دا نړئ چي يوازې ۱۵سلنه ته بشر لاس رسئ لري .دطبيعت څيړونکيو او پوهانو د اختراعاتو د تقليد ځنځیرونه مات کړل . يوازې دفلزاتو د راديو اکتيو اتُمی شعاء عواغيزئ له مخې دا نړئ دنه بلونکي خطر سره مخ کړه. سره له دې چي هر کال په نړئ کې د اتومي تسليحاتو ضد ، نړيوال کانفرانسونه کيږي. خو بيا هم نړئ د خپل اتومي زوره نه لويږي. 
 
دنوي عصر اختراعات ،ستوري پوهنه ،فزيک پوهنه  ،بشر اوس مهال دخپلو طبیعي څيړنو او صنعتي کشفياتو او اختراعاتو په لحاظ د بشر د تاريخ لوړ ترين معيار او اعتبار لري. او دخپل دغه امتياز له امله ددې حق لري . چي ورته د کشفياتو اختراعاتو د اتوم بم او د پولادو د مهار کولو عصر ورته وويل شي. د اروپايانو د څيړونکيو او نوښتونو ځيرکتيا او پوهه بیخي بیا د بحث ځاي نلري .زموږ دنړئ د اختراعاتو او د وسايلو دنا سم استعمال بحث يوه بيله موضوع ده. خو حقيقت دا دې .چي زموږ نوي تمدن دپخواني تمدن  چي دسقراط او ارسطو عصر يي باله، د انساني ژوند لپاره ډير مُهلک دې. ريښتيا خو داده چي دغه وسايل او اختراعات او صنعتونه په خپل ځاي بيخي پاک سپيڅلي او بې طرفه دي .دا په دې معناء چې هغه د انسانانو د ارادې او عقل تابع دي. هغوی په خپله نه خير دي. او نه شر ،ولې همدا موږ عقل لرونکي او پوهه لرونکي انسانان ترې د خير او شر کار اخلو.
 
 ستوري پوهنه او مُتافزيک هغه علم دې چي ددغې  وسايلو   او اختراعاتو لپاره ترې کار اخلي .په لويدیځو او ختيځو قومونو کې تر يوه وخت دا فکر غالب و. چي تمدُن د راحت او سکون نوم دې او دا د ژوندتر ټولو لوړ فکر دې.چي داسې نه ده. هغه وسايل چې موږ له خير لپاره ترې ګټه اخیسته،سر چپه يي نړئ ته دجګړې په اور کي واچوو.
 
د همدې  وينا په اساس د بيلا بېلو وسايلو د اختراعاتو لپاره يو اړين وضاحت پکار دې . ځینې وخت په ډيره  حيرانتيا  سره دا فکر کوم، که چيرې په طبيعت او فضاء کې ،يعنې په نورو سيارو کې بشر او ژوندي موجودات شتون ولري . او له کومې بلې سيارې يو سياح او ليدونکي دځمکي سياري ته راشي. او زموږ دا وحشت او بربريت وګوري نو څه به وايي، ويني به، چي موږ د خپلې تباهئ او هلاکت وسايل جوړو، عجيبه خو لا دا ده چي يو بل ته د جوړولو کارولو چل هم ور ښايوو . تاسې ګورئ دا سيالي دې حد ته ورسيده، چې د امريکا د متحده ايالاتو او پخوانی روسيې فزيک پوهان د اتوم بم په جوړولو بريالي شول، چې دهغوی په اند دنوي عصر جګړې ماتې، او برياء ورپوري تړلي ده. او په ۱۴د جولاي ۱۹۴۵ع په ۵/۳۰ مينټو اتوم بم دخپل زور او قوت سره په لومړي ځل وازمويل شو. دچادونې زور، دهوا فشار، زهري لو ګيوو  يو ژوندی قيامت جوړ کړی وو.
 
ګرد ،دوړو ،لمبو ،لوګيو ،سوزولو ، دسوزيدلو لوړ غږ د دوزخ په څېر ور ،چي هر څه په يو دم په ايرو بدل کړل .له هغي وروسته پخوانی روسيه اتم پوهانو  يو نوي هسته اي بم چي ۳۰۰۰ وارې دهغه بم نه چې د امريکامتحدايالاتو چاوده ولي وه تجربه کړه .چي ۹۰۱ کيلومتر ساحه د اور په لمبو کې لولپه کړي . چي د۳۰۰۰ درجو نه لوړ د حرارت درجه يي لرله .د اوسني نوي عصر هايدروژني  بمونه ۶۰۰۰ وارې د مخکني ازمایل   شوو اتُمي بمونو قدرت لرونکي دي . اوس مهال په نړي کي ۱۶۰۰۰ هستوي اتُمي بمونه شتون لري .چي يوازې لس هايدرُجني اتُمي بمونه ددې طاقت لري ،چې ټوله نړئ دخاورو سره خاورې کړي .که دغه اتوم بم په يو ښار يا سيمه و چاودول شي.
 
له چاودولو وروسته به دا ښار د خاورو په يو ډيري بدل شي. په يو وخت به انسانان ، حيوانات ،لولپه شي . او نه به کوم ساکښ ژوندئ پاتې شي او نه سا ء؟ داتوم بم يو ځوريدونکي لامل دا دې چې په هوا کې اکسيجن په طبیعي ډول سوزيدل پيل کړي . په هوا کې موجود مرطوب نايتروجن او هايدرژني ګاز دهر ژوندي ژوي هستي له چار ج وروسته چاودي دو ته چمتو کړي . وينه تحليليږي.
 
په لومړي سر کې د وينې سپين کرويات له مينځه ځي. او څومره ورځې چې انسان ژوندئ وي، غړي يې سوليږي او په وجودکي دننه هستي تحريکوي تر څو چي وچوي او انسان ومري. د اتوم بم د چاودنژ له امله رايډيايي ، راډيو اکتيفي وړانګې په هوا کې پاتې کيږي چي دانسان د پوستکي او تنفس په وسيله جذب کيږي .او د راډيويي فلزاتو وړانګې له فضاء او هوا نه په سوونو کاله ددغوو وړانګيو زهر نه ووځي . موږ انسانان چي د ماديت په علم څومره پوهيږو ددې په پرتله د ژوند پوهنې چې څنګه په دې روښانه نړئ کې ژوند وکړو لږ پوهيږو.
 
همدغه ناپوهي موږ د تباهئ په لور بيايي . دژوندانه اصول کشفيات او اختراعات سره ولې نا انډوله کړو. دبسيا ژوند اصلي ماخذ څه دې. په دې کې هېڅ شک نشته چې د اروپا په دوهم ځل پرمختګ کې ددې پوښتنو ځوابونه موندل کېدل . خو دعصري ،صنعتي ،کشفونو ،او اختراعاتو، د تمدن دبد رنګ توب دغه څرک رڼا نوره هم کمزوري کړه . د ژوندانه باطني فلسفې د وخت په تيريدو سره انسانان نور هم ډوب کړل. او د ژوند د سوکالئ نخښې له منځه تللي دي.  دا ځکه چي دبدقسمتئ نه دپيړو  راهیسې د انسانانو د اخلاقي قوت د ادب ريښې او دين تر مينځ انډول وران او ويجاړ شوی دې. اوس مهال ددوی سره ټول وسايل شته خو آرام نشته . د ژوندانه په ټولو مسايلو او علومو پوهيږي.
 
خو دانساني اصولو د تمدن د مباديو بې برخې دي . په عمومي توګه دا ډول ژوند د فطري احساس روحاني اړتياوو غوښتنه نه ده، بلکې دفرضي او مجازي اړتياوو غوښتنه ده . دا اخلاقي حِس او ضمير په کې دومره پاتې دې . د يادې پورته ګډوډئ پاځوال هغه نظامونه  دي چي دحکومت ګټې او شتمنئ په واک کي ساتل خپل فرض ګڼي خو دولسونو سره د اخلاقي يووالي مرسته او نږديوالئ ضرر ګڼي . خو موږ  پردې مهال د يو ځانګړي تنقدي نظر، له مخکې ددغې اختراعاتو او کشفياتو يو نظر تيرکړو، وبه ګورو چې ددغه اختراعاتو او کشفياتو مرام څه دې،او تر کومه ځايه خپل هدف ته رسيدلي دي ايا د نړئ لپاره له ځان سره خير او برکت راوړلای شي، او که د نړيوالو په مشکلاتو او مصيبتونو کې نور هم ډيرښت راوستلای شي؟