د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د همغږۍ ترمنځ ناسته وشوه

روهي( پنځه نۍ/۲۶ د مرغومي )، د دواړو کمیسیونونو ترمنځ د همکاریو او همغږیو د لا پیاوړتیا په موخه، د شکایتونو کمیسیون په مرکزي دفتر کې ناسته ترسره کړه.

د ناستې په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې زهرې بیان شینوارې، د همغږي ناستې په اهمیت او ارزښت خبري وکړي او یادونه يې وکړه چې په ځينو برخو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شکایتونو کمیسیون سره، اړینه همکاري نه درلوده.

میرمن شینوارې زیاته کړه، په ۲۱ ولایتونو کې د بیاشمیرنې بهیر پیلیدل زموږ د دندو له لومړیتوبو څخه دی چې باید په پوره همغږي او د پلان پربنسټ ژر ترژره ترسره شي.
وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې حوا علم نورستاني د دواړو کمیسیون د اړیکو له تحکیم څخه ډاډ ورکړ او وویل: د ټاکنو خپلواک کمیسیون بشپړ چمتوالی چې د بیا شمیرنې بهیر ترسره شي او د دغه کمیسیون دارالانشاء ته لارښونه شوي چې د شکایتونو کمیسیون سره جدي همکاري وکړي.
میرمن نورستاني زیاته کړه، په دې بهیر کې چې کومې ستونزو شتون درلود، اوس حل شوي او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون سره د همکاریو په برخه کې هیڅ ډول ستونزي او ننګوني شتون نلري.
په دغې جلسه کې د دواړو کمیسیونونو د رهبري غړو د کمیسیونونو تر منځ د تخنیکي همکاریو او همغږیو په څرنګوالي بحث وکړ او تاکید يي وکړ چې باید دواړه کمیسیونونه په خپل قانوني