شهزاد محمدي: راځئ چې ملت لپاره ګډ کار وکړو

روهي( پنځه نۍ/۲۶ د مرغومي )، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرانیستګر لوبغاړي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې کرکټ د سولې لوبه ده. 

شهزاد محمدي زیاته کړې په هېواد کې د خوشالۍ یوازینۍ هیله، کرکټ دی. راځئ په ګډه د ملت لپاره کار وکړو ترڅو بسیا افغانستان ولرو.

شهزاد محمدي پرون ورځ په یو بل پېغام کې ویلي وو چې د خپل هېواد بیرغ په ټوله نړۍ هم نه ورکوم.