هملند کې د خرما سوداګریز بڼونه جوړیږي

روهي( پنځه نۍ/۲۶ د مرغومي )، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خُرما «کجورو» سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په ۱۳۹۹ یم مالي کال کې پلي کیږي. د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې ددې طرحې پر اساس په ۱۳۹۹ یم مالي کال کې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړیږي.
دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.

په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت له خوا په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.

هلمند په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده په دې ولایت کې یو شمېر نورې مېوې هم ښه پایله ورکړې که د خُرما تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.