کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله ونیول شوه

روهي( پنځه نۍ/۲۶ د مرغومي )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د میربچه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله تر پېژندنې وروسته نیولې ده.

یادو کسانو د کابل ولایت په میربچه کوټ، کلکان او قره باغ ولسوالیو کې په وسله والو غلاوو او لارنیونې لاس پورې کاوه او تر دې دمخه د پولیسو تر څار لاندې وو.
د یادونې ده چې له دې کسانو څخه درې میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.