ولسمشر غني: ولس دې له سانسور پرته ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې راته ووایي

روهي( پنځه نۍ/۲۶ د مرغومي )، ولسمشر محمد اشرف غني له کابل ښاریانو سره د ملي بحث په دوام د اتلسمې او نولسمې ناحیو او ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې حاجي عبدالنصیر د ګذر وکیلانو، مولوي محمدنصیر تره خېل د علماوو، طاهره سما د ښځو، ملک خان سید د اصنافو، محمدملنګ عطایي د معارف او قاري میرګل د ځوانانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له ولسمشر څخه د دغو بحثونو د پیلولو له امله د مننې پرمهال د دوام غوښتنه وکړه او دا یې د ستونزو د حل لپاره ګټور وبلل.

یادو ویناوالو، په اتلسمه ناحیه کې د پولیسو حوزې، روغتون، پوهنتون، د فاتحې سالون، پارکونو، سټډیوم، منظم ټرانسپورټ او برېښنا د نشتوالي، د خامو سرکونو، د ځمکو د غصب، ناامنۍ، بې عدالتۍ، د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې او تاوتریخوالي، معارف، د اوبو د کموالي، د ژوند د نامناسب چاپیریال، د اتلسمو او نولسمو ناحیو د معارف حوزو د ایجاد، د نشه یي توکو ستونزې او په دې اړه خپل وړاندیزونه او حل لارې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
ولسمشر غني له یادو ویناوالو څخه د ولس د ستونزو او غوښتنو د مطرح کولو له امله مننه وکړه او مسوولینو ته په خطاب کې یې وویل، په دغه ولسي هنداره کې ستاسو انځور ښه نه دی او په همدې خاطر مې د کابل ښاریانو سره د ملي بحث دغه لړۍ پیل کړه.
د هیواد ولسمشر غاصبینو ته په اشارې وویل، غاصب نور ځای نه لري، پر وړاندې به یې جدي اقدامات کېږي. غیرمسوول وسله وال به یا مسوول او یا هم بې وسلې کېږي، ځکه د ولس زغم نور پایته رسېدلی دی. هغه زیاته کړه، هیڅوک تر قانون لوړ نه دي، نو چې د افغانستان د دښمنانو پر ضد جنګېږو، د زورواکانو پر وړاندې ولې بې تفاوته واوسو.

محمداشرف غني مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ده سبز کې باید د پانګونې زمینه برابره او د کابل په انکشافي ساحه بدله شي. هغه زیاته کړه، په راتلونکو درې کالو کې د معارف، اوبو او برېښنا ستونزې په اساسي توګه حل کېږي. هغه زیاته کړه، د ده سبز خلکو ته باید د ژوند اسانتیاوې کاري زمینې او مناسب چاپیریال برابر او د ده سبز باغداري تامین شي، ځکه زموږ لپاره حیاتي ارزښت لري.

ولسمشر په ټینګار سره وویل، پوهنې وزارت باید ځواب ووایي چې ده سبز ولسوالۍ سره څه ستونزه لري چې د ځینو ولایتونو په څېر د مور او میرې سلوک ورسره کوي. حکومتي دستګاه دې د ولسمشر د لیدلوري مطابق فعالیت وکړي.