ټرمپ پر قاسم سلیماني د برید ننګه وکړه

روهي(څلورنۍ/۲۵ د مرغومی)، ښاغلي ټرمپ چې د سه شنبې په ماښام د ( جنوري ۱۴مه) د سږ کال په لومړۍ کمپایني غونډه کې په ویسکانسن ایالت کې خبري کولې وویل " سلیماني د سړک غاړي ماینونو سره مینه درلوده." د جمهور رئیس ټرمپ له ټاکنیزې غونډې سره په یو وخت ، شپږو مخکښو دیموکراتو کاندیدانو ددې ګوند په وروستۍ مناظره کې د ښاغلي ټرمپ پر کورنیو او بهرنیو سیاستونو او د ایران سره پر وروستیو تاوتریخوالو نیوکه وکړه.
په ورته وخت کې بل دیموکرات کاندید سناتور برني سڼدرز وویل له ایران سره د تاوتریخوالو په ډیریدو اندیښنه لري.
سناټور سنډرز ټرمپ د درواغو په ویلو تورن کړ او ویې ویل ښايي هغه امریکا داسې یوې جګړې ته دخیل کړي چې د عراق له جګړې ډیره بده وي.
د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ایران د قدس ځواکونو پر قومندان جنرال قاسم سلیماني د خپل وروستي برید دفاع کړې او هغه یې د "نړۍ لومړی نمبر ترهګر" وباله.