غاصبانو ته د غني ګواښ

روهي(څلورنۍ/۲۵ د مرغومی)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت به د ځمکو د غصبوونکو نومونه په ډاګه او غاصبان به ممنوع الخروج کړي. ولسمشر غني د بېلابېلو ولایتونو له اوسېدونکو سره د ملي بحث په نوم د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده. ولسمشر غني هم پرون په غونډه کې د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د ځمکو د غصب په تړاو جدي اقدامات وکړي. ښاغلي غني دغه څرګندونې تېره ورځ د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو ته په یوه غونډه کې کړې دي. ولسمشر غني په دې ناسته کې په پنځمه ناحیه کې د زورواکو له لوري د تړل شویو واټونو او کوڅو د پرانیستلو، د مافیا او د ځمکو غاصبینو پرضد د قانوني چلند او په دیوان بیګي کې د ۳۰۰ بستریز روغتون د جوړولو د کار پیلولو غوښتنه وکړه. د هېواد اتو زونونو کې د غصب د څېړلو لپاره اته اختصاصي محکمې جوړې شوې دي.