د برتانیا سفیر له ایرانه تللی

روهي(څلورنۍ/۲۵ د مرغومی)، په تهران کې د برتانیا سفیر رابرټ مک‌ایر له دغه هېواده وتلی دی. د برتانیا سفیر ویلي و، دې غونډې ته د الوتکې په پېښه کې وژل شویو قربانیانو ته د درناوي لپاره ورغلی و، کله چې ګډونوالو سیاسي شعارونه ورکول پيل کړل، نو دی له هغه ځایه ولاړ، خو څو ساعته وروسته ونیول شو. له دې پېښې وروسته ایران ومنله چې دا الوتکه په تېروتنه ویشتل شوې ده او په ایران کې ورسره پراخ اعتراضونه پیل شول. په تهران کې د تېرې چارشنبې پر شپه د اوکراین بوینګ ډوله ملکي الوتکه د ایران د هوايي دفاع په توغندي وویشتل شوه او ټولې ۱۷۶ سورلۍ یې چې ۱۳ یې افغانان و ووژل شول. د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد ته د سفیر رابرټ مک‌ایر ستنېدل له وړاندې پلان شوي و، خو بېرته به خپلې دندې ته وروګرځي.