د خوشحال آصفي لنډه پيژندنه
په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په شهباز خان کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. د نوموړي کورنۍ د اصفي د ښو زده کړو په موخه د میدان وردګو ولایت څخه د هیواد پلازمینې کابل ته وکوچیده. خوشحال آصفي تر پنځم ټولګي پورې خپلې لومړنۍ زده کړې د غازي محمد ایوب خان په ښوونځي کې ترسره ، شپږم ټولګی یې د کابل د اوومې ناحیې په عمراخان لیسه کې او بیا اووم څخه تر دولسم ټولګې په حبیبیه عالي لیسه کې زده کړو ته دوام ورکړ چې په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال د نوموړې لیسې څخه په لوړه درجه فارغ شو.
د سیاست او ژورنالیزم سره د نوموړي د زیاتې مینې اوعلاقې له مخې د کانکور په ازموینه کې یې برخه واخیسته او لکه څرنګه چې د دغو دوو پوهنځیو نمرې ډیرې لوړې وي نو خوشحال اصفي په دې ونه توانید چې د خپلې خوښې پوهنځي ته لاره پيدا کړي نو د کابل زراعت انستیتیوت ته بریالی شو. کله چې آصفي د کابل زراعت انستیتیوت ته بریالی شو نو وخت یې غنیمت وګڼللو او په کال ۱۳۸۶ کې د نوموړي انستیتیوت د اګرانومي له څانګې څخه په لوړه درجه فارغ شو. لکه څرنګه چې د ښاغلي آصفي اساسي موخه په سیاسي علومو کې لوړې زده کړې ترلاسه کول و نو خپلې دغې موخې ته د رسیدو په خاطر یې د ازموینې له لارې د کابل په خاتم النبین خصوصي پوهنتون کې د سیاسي علومو پوهنځي ته لاره پيدا کړه.
خوشحال آصفي په بریالۍ توګه د یاد پوهنتون څلور کلنه دوره په سیاسي علومو کې په کال ۱۳۹۲ هجري لمریز کې پاي ته ورسوله وروسته بیا يې خپله ماسټری پیل کړه او په کال ۱۳۹۵ کې خپله ماسټري د نړیوالو اړیکو په برخه کې دکاتب پوهنتون نه ترلاسه کړه . لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه چې نوموړي د ژورنالیزم سره بې سارې مینه درلوده نو د نوموړي همدغه مینه او علاقه ددې سبب شوه چې په کال ۱۳۸۵ په انستیتیوت کې د زده کړو پر مهال هم، وروسته له ماسپخینه د طلوع نړیوالې شبکې او ارمان راډیو سره د عملي او نظري ازموینې ورکولو وروسته، خپلو هیوادوالو ته د ژورنالیزم له لارې په خدمت کولو بوخت شي. کله چې ښاغلی خوشحال آصفي د ښوونځي زده کوونکی و نو د خپلې کورنۍ د هڅونې له مخې د ښوونځي د زده کړو تر څنګ یې د انګلیسي ژبې زده کولو ته هم ملا وتړله. د دوه کاله او دوه میاشتې انګلیسي ژبې لوست څخه وروسته دا ژبه زده کړه. خوشحال آصفي په پښتو، دري، ازبیکي، انګلیسي او اردو ژبو د لیک او لوست وړتیا لري. نوموړی په ټوله کې ۲۰ کاله زده کړې کړي دی.
خوشحال آصفې لس کاله کیږي چې په رسنیو کې کار کوي او خپل لومرنی کار یی په رسنۍ کې په آرمان راډیو کی له وياندۍ څخه پیل او آن تر دې چې د وخت په تيريدو د آریانا نړیوال ټلویزیون رییس هم شو . خوشحال آصفې اوسمهال د آریانا او آریانا نیوز رادیوګانو عمومی مدیر دي او د دی ترڅنګ په خصوصي پوهنتونونو کې د ښوونکي دنده هم لري او د رسنیو مدیریت ، انګریزي ژبه او دیپلوماتیک حقوق مضامین درس ورکوي .
وروستي