صالح محمد هوتک

د صالح محمد هوتک ژوند لیک
صالح محمد هوتک د حاجي عبدالخالق زوی په  ۱۳۷۳ لمریزکال کي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې زیږیدلی دی.لومړنۍ او دیني زده کړي یې د خپل کلي په خاورین مسجد کښي سرته رسولي دي او په ۱۳۸۱ کي د لښکرګاه ښار د (لښکري بازار د هلکانو) په لیسې کي یې د ښوونځۍ لومړني زده کړي را پیل کړې او د همدې لیسې څخه په ۱۳۹۲ کال کي په ښه درجه فارغ سو، په همدې کال کښې یې د کانکور په ازموینه کښي ګډون وکړ او د همدې آزمویني له لاري د هلمند پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ ته بریالی سو، دا چې نوموړي له طب سره زیاته مینه درلوده او په کانکور کې هم لمړی او دوهم انتخابونه طب وه نو یې انجینرۍ ته نه وویل او د خپلي خوښي په پوهنځۍ پسي روان سو، ښاغلي په بُست پوهنتون کښي د طب پوهنځۍ را پیل کړه، هوتک اوس مهال د طب پوهنځۍ یو فعال او لایق زده کړیال دی. نوموړي د ښوونځۍ پر مهال ډېر کورسونه لوستي دي، په ځانګړي ډول د کمپیوټر په برخه کې زیاتي زده کړي کړي دي او د ډیټابس په برخه کي یې ډېر کار کړی دی.
هوتک اوسمهال د زده کړو تر څنګ علمي، ښوونیزي او مالوماتي لیکني او ژباړي کوي.
Facebook: https://www.facebook.com/salihmohammad.hotak.3?fref=ts
Email: salih.hotaki@gmail.com