انټرپول پولیسو یو قاتل افغان پولیسو ته سپارلی دی

روهپ( څلورنۍ/۲۵ د مرغومي )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې یو فراري قاتل چې څه موده دمخه یې په تخار ولایت کې یو کس لومړی وژلی او بیا ایران ته تښتېدلی و.

دا قاتل د دواړو هېوادونو تر منځ د مجرمینو د نیولو د همکارۍ د شوي هوکړه لیک له مخې د ایران پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته بېرته افغان انټرپول پولیسو ته استرداد شوی دی.

مجرم کس له خپلې نسبتي دوسیې سره یو ځای عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوی دی.